د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكاره ثمر هارون بلور اېل آر اېچ ته لاړه، د سکول پېښه كښې د حق رسيدلو ماشومانو كورنيو سره غمرازي

پېښور 15 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكاره ثمر هارون بلور ليډي ريډنګ روغتون پېښور ته لاړه او د دير كالونۍ سكول بام رالويدو په پېښه كښې په حق رسيدليو ماشومانو كورنيو سره ئې ملاقات او هغوي سره د يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع ثمر هارون بلور ووئيل د خيبر پښتونخوا حکومت په دې لويه پېښه كښې د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك دے او …

پېښور 15 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكاره ثمر هارون بلور ليډي ريډنګ روغتون پېښور ته لاړه او د دير كالونۍ سكول بام رالويدو په پېښه كښې په حق رسيدليو ماشومانو كورنيو سره ئې ملاقات او هغوي سره د يووالي څرګندونه وكړه۔په دې موقع ثمر هارون بلور ووئيل د خيبر پښتونخوا حکومت په دې لويه پېښه كښې د ځپليو كورنيو په غم كښې شريك دے او په دې سخت وخت كښې د ماشومانو كورنۍ به يواځې نه پرېښودلې كېږي ، حکومت به د ځپليو كورنيو هر ممكن مرسته او معاونت باوري كوي۔دي ووئيل د روغتون انتظاميه او پوليس اهلکار په موقع موجود دي او د ځپليو ماشومانو مور او پلار سره پرله پسې په رابطه كښې دي۔ثمر هارون بلور ووئيل پېښه كښې په حق رسيدلو او د ژوبل كسانو شميره كښې د كوم هم زياتي كمي څخه به اولس خبرولې شي۔