تهران 22 فروری (اے پی پی) د ایران عسكرو په هېواد كښې درې ورځني پوځي مشقونه پيل كړې دي۔ د ایران خبررسنې ادارې له مخې د ایران پوځ د اړخه جاری كړې شوي اعلان كښې وئيلي شوې چې د جمعې په ورځ آبنائے هرمز نه تر خلیج عمان سيمه كښې پيل شوې درې ورځني مشقونو كښې په ځاي توګه جوړ كړې شوي آبدوز به په وړومبي ځل ټیسټ كولې شي۔ د اوبو په مهمو تجارتی لارو كښې د ايران د اړخه د طاقت دا مظاهرہ به تر اتوار ورځ روانه وي۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكې د تهران حكومت څو وارې خبر كړې چې د اوبو په تجارتی لارو پوځي مشقونه ونه كړي