كراكس 19 فروری (اے پی پی) د وینزویلا اولس مشر نكولس مادورو وئيلي دي امریكا زمونږ پھ ضد د بريد بهانه لټوي۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې نكولس مادورو وئيلي دي كله راهسې جې ډونلډ ټرمپ اقتدار له راغلې د هغه حكومت د وینزویلا په ضد د بغاوت د لارې د مسلط كيدو هڅه كوي۔ ده ووئيل د وینزویلا اولس جنګ نه غواړي بلكه هغوي دا غوښتنه كوي چې امریكا دې زمونږ په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې څخه ډډه وكړي۔نكولس مادورو ووئيل امریكا په وینزویلا د بريد بهانې لټوي دغسې چې خپل دا اقدام جائز وګرځوي