اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې چې نړۍ كښې ھغه قامونه ممتاز وي څوك چې خپل صلاحيت او محنت كارولو سره پخپلو پښو ودرېږي٬ د معاشي استحكام نه غېر پخپلو پښو ودرېدل ممكن نه دي٬ په پاكستان كښې د پېدا كېدونكو نويو امكاناتو څخه په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره د كوم هم سقم څخه د پاكستان منصوبه بندي او د پاك چين …
پاك چین اقتصادي لاره زمونږ محل وقوع معاشي استحكام لپاره د طاقتور عنصر په توګه رامخې ته كوي
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې چې نړۍ كښې ھغه قامونه ممتاز وي څوك چې خپل صلاحيت او محنت كارولو سره پخپلو پښو ودرېږي٬ د معاشي استحكام نه غېر پخپلو پښو ودرېدل ممكن نه دي٬ په پاكستان كښې د پېدا كېدونكو نويو امكاناتو څخه په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره د كوم هم سقم څخه د پاكستان منصوبه بندي او د پاك چين اقتصادي لارې په كاميابۍ سره بشپړېدو له قامي همغږۍ ته ضرورت دے۔ اولس مشر دا خبرې د منصوبه بندې٬ پرمختګ او د اصلاحاتو د وزارت تر سيوري لادې په قامي استحكام٬ پرمختګ او قوت كښې تركيبي عناصر په موضوع د ټول پاكستان كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې مونږ ته به قامي پرمختګ او استحكام لپاره د مهم كردار ترسره كوونكو عواملو په ژور نظر سره جاج اخستلو او د خپلې حكمت عملۍ ټاكنه كول وي۔ ده ووئيل چې په ننني دور كښې د تعليم اهميت د ټولو نه زيات دے۔ د تېرو څو لسيزو په مهال په پاكستان كښې د تعليمي ادارو شمېره او په دې تناسب سره د تعليم شرح زياته شوې۔ د قامي مقاصدو ترلاسه كولو په لړ كښې دا د ډاډ وړ پرمختګ دے خو بايد مونږ د تعليم په څانګه كښې په نظر راتلونكي د دې پرمختګ د معيار او مقدار په اړه ډېر مختاط او بېدار پاتې شو۔ اولس مشر ووئيل چې د اوسني دوره يوه لويه مسئله د تعليم ميار هم دے۔ د امتحانونو په مهال او په نورو موقعو د تعليم يافته ځوانانو كمزورې كاركردګې مونږ لپاره خطر پېدا كړے او دې لپاره ضروري ده چې د ابتدائي تعليم نه تر لوړو زده كړو تر بېلا بېلو څانګو د تعليم د معيار جاج اخستلو لپاره يوه موثره لائحه جوړه كړې شي۔ په دې لړ كښې كه لږه بې غوري وكړېي شوه نو مونږ به د دې په نتيجه كښې د خپلو بچو ډېرې مياشتې او كلونه او د قام قېمتي سرمايه ضايع كړو او دا به داسې زيان وي چې اثر به ئې ډېر وخت كېږي۔ اولس مشر ووئيل چې د پاكستان دفاع قوي ده او د پاكستان پوځ د نړۍ په غوره وظيفه اي او منظم ځواكونو كښې شمېرل كېږي كوم چې نه يوازې زمونږ دفاع بلكې سيمه ايز امن او استحكام لپاره هم لوي خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل چې پاكستان د نړۍ امن لپاره د مشرې كردار ترسره كوي۔ ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ د پاكستان لوي مشن لپاره كار وكړو۔ اولس مشر ووئيل چې زه باور لرم چې يو روښانه٬ طاقتور او د نړۍ په قامونو كښې ځانګړې حيثيت لرونكې پاكستان به ضرور جوړ شي۔ كنفرنس ته به دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان او د لوړو زده كړو چيئرمېن ډاكټر مختار احمد هم وېنا وكړه۔











