اسلام آباد 13جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي وئېلي دي پاكستان زمونږ هيواد دے او مونږ ټولو له په ګډه دا بچ كول او قوي كول دي٬د يو بل مينډيټ تسليمولو او په هېواد كښې سپيځلو ټاكنو كولو لپاره په سمجهوته لاس ليك لپاره چمتو يو۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په بجټ بحث یپل كولو …
پاكستان زمونږ د ټولو شريك هېواد دے٬دا په ګډه بچ كول او قوي كول دي۔محمود خان اچكزئئ

مزید خبریں
اسلام آباد 13جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمود خان اچكزئي وئېلي دي پاكستان زمونږ هيواد دے او مونږ ټولو له په ګډه دا بچ كول او قوي كول دي٬د يو بل مينډيټ تسليمولو او په هېواد كښې سپيځلو ټاكنو كولو لپاره په سمجهوته لاس ليك لپاره چمتو يو۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 27-2026 په بجټ بحث یپل كولو كښې ده ووئيل په هېواد كښې د ميشته غريبانونو لپاره دې هم يو كارډ جاري كړے شي دغسې چې د هغوي ژوند ښه تېر شي٬د لويو لويو هوټلو څخه او دلته د بلنو وركوونكو څخه دې ټيكس واغستلے شي ٬ د مينځنۍ اسيا لاره بندېدو څخه په پاكستان كښې د كروندګرو زيان كيږي۔ده ووئيل راځۍ چې په ګډه ناستې سره كراچي يو ښكلې ښكار جوړ كړو٬د طاقت استعمال څخه به چاته ګټه ونه رسي٬ ده ووئېل زمونږ نوې نسل په نشه اخته كېدو سره تباهۍ پلو روان دے٬د هغوي تعليم پلو دې پام لرنه وكړې شي٬ ده ووئېل په هر كلي كښې ښه سكول ته په ههغه خلكو دې زور راوړلے شي چې بچو ته تعليم وركړي ٬د هېواد د آبادۍ زياتره خلق نشي تر لاسه كولې ٬ په دې لړ كښې چې زمونږ څخه كومه مرسته غواړې كوو به ۔ ده ووئېل دا زمونږ هېواد دے دا بچ كول او چلول دي۔ده ووئيل زمونږه خواري كښو دوبئي٬كويت٬سعودي عرب آباد كړل ٬هغوي ته دې دلته وسائل وركړے شي دغسې چې هغوي دلته محنت وكړي۔ده ووئيل چې څوك هم انصاف كوي هغوي ته به سلام كوو٬دا ايوان مضبوطول دي٬ ده ووئېل يو ميمورنډم وليكئ په كوم چې به ټول ګوندونه لاس ليك وكړي چې د يو بل به پښې نه رانيسو٬په هېواد كښې به پاكې ٬سپيځلې ټاكنې كوو چې څوك بريا ترلاسه كړي هغوي دې حكومت جوړ كړي۔ده ووئيل د امنيتي اهلكارو پشمول هره ورځ 80 كسان په ډزو وژلې كيږي۔ده ووئيل زه به د عيادت نه پس جاتي امرا ته تلم٬هغه وخت زمونږ شريك منشور ووټ ته د عزت وركولو ؤ ۔









