اسلام آباد۔13جون (اے پي پي)د وزیر اعظم صلاحكار رانا احسان افضل خان د راروان مالي كال بجټ 27-2026 مالیاتي نظم و ضبط او د اولس ریلیف لپاره د متوازن نقطه نظر ستائنې كولو سره ووئېل په دې مشکل حالاتو كښې د بجټ پام اقتصادي استحکام او روښانه سباون لپاره جامع ترقۍ ته په خاص توګه ګےځولے شوے دے ۔ د خالي په ورح میډیا سره خبرو كښې رانا احسان …
رانا احسان افضل خان د مالیاتي استحکام او د اولسي مرستې استحکام لپاره د كال 27-2026 بجټ ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جون (اے پي پي)د وزیر اعظم صلاحكار رانا احسان افضل خان د راروان مالي كال بجټ 27-2026 مالیاتي نظم و ضبط او د اولس ریلیف لپاره د متوازن نقطه نظر ستائنې كولو سره ووئېل په دې مشکل حالاتو كښې د بجټ پام اقتصادي استحکام او روښانه سباون لپاره جامع ترقۍ ته په خاص توګه ګےځولے شوے دے ۔ د خالي په ورح میډیا سره خبرو كښې رانا احسان افضل خان موجودہ بجټ په دې مشکل حالاتو كښې يو نعمت ګړحولو سره ووئېل بټ د وړو سوداګرو او تنخواہ دارې طبقې لپاره دېر ضروري ریلیف وركوي كومې چې د معیشت مهمې برخې دي۔ ده ووئېل په بجټ كښې راروان مالي كال كښې تل پاتي پرمختګ لپاره واضحه اهداف ټاكلے شوي دي ۔ د روانو اصلاحاتو او هڅو په اړه ده باور ښكاره كړو چې په سباون كښې به بجټ د قام لپاره زيات د خوشحالۍ او اقتصادي لچک سبب وګرځي۔ رانا احسان افضل خان په دې خبره ړڼا واچوله چې د پي آئي اے نجکاري په کامیابۍ سره مکمل شوې ده كومه چې په سرکاري ادارو كښې اصلاحات لپاره د حکومت په هڅو كښې يو مهم سنګ میل دے










