پېڼډي 13جون (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وفاقي بجټ 27-2026 متوازن٬اولس دوسته او معاشي استحكام پلو مهم پشرفت ګرځولو سره وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او معاشي ډلې ته په بجټ وړاندې كولو مباركي وركوم۔اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت په سختو حالاتو او د رامخې ته شوو چېلنجونو باوجود اولس ته د …
وفاقي بجټ متوازن او اولس دوسته په دې وړاندې كولو وزيراعظم او د هغه ډله د مباركۍ مستحق ده۔د اطلاعات او خپرونو پارليماني سېكرټري

مزید خبریں
پېڼډي 13جون (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري وفاقي بجټ 27-2026 متوازن٬اولس دوسته او معاشي استحكام پلو مهم پشرفت ګرځولو سره وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب او معاشي ډلې ته په بجټ وړاندې كولو مباركي وركوم۔اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت په سختو حالاتو او د رامخې ته شوو چېلنجونو باوجود اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو هڅه كړې ده۔ده ووئيل د هېواد معيشت ښه والي پلو روان دے او بيلې معاشي اشاريې د مثبت سمت نشاندهي كوي۔بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل حكومت اولس سره چې د كومې بهترۍ او ريليف لوظ كړے ؤ په هغې عملدرآمد پېل شوے دے۔وفاقي پارليماني سېكرټري هيله څرګنده كړه چې د بجټ مثبت اثرات څخه به قومي معيشت لا مستحكم شي او اولس ته به زيات ريليف ترلاسه شي۔










