آئين٬قانون او د جمهوريت ودې لپاره اپوزېشن سره خبرو اترو له چمتو يو٬مونږ له به د امنيتي ځواكونو د قربانو احترام كول وي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 13جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف يو ځل بيا د دې عزم پخلے كړے چې د آئين٬قانون او جمهوريت ودې لپاره اپوزېشن سره خبرو اترو له چمتو يو٬ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره زمونږ امنيتي ځواكونه د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬ مونږ له به د امنيتي ځواكونو د قربانو احترام كول وي۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپله وېنا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل …

 

اسلام آباد 13جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف يو ځل بيا د دې عزم پخلے كړے چې د آئين٬قانون او جمهوريت ودې لپاره اپوزېشن سره خبرو اترو له چمتو يو٬ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره زمونږ امنيتي ځواكونه د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬ مونږ له به د امنيتي ځواكونو د قربانو احترام كول وي۔د خالي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خپله وېنا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل د مخالفې ډلې مشر چې كوم نكات پورته كړي دي٬هغه ټولو په غور سره اورېدلي دي٬هغوي چې كوم نكات پورته كړي د هغې ځواب به په مناسب موقع په تفصيل سره وركړم۔د دې ايوان منتخب غړي د پاكستان څلورو صوبو سره تعلق لري او مونږ د ټولو احترام كوو٬ ده ووئېل دا ايوان د يو كور په څير دے٬مونږ ټولو له پاكستان قوي كول او كه په اړيكو كښې چرته خنډان وي نو د هغې لرې كولو لپاره كردار ادا كول دي٬ ده ووئېل عزت او احترام ته وده وركول دي٬سياست٬نظريات او سوچ خپل خپل دے خو پاكستان شته نو مونږ ټول يوو۔دې لپاره چې كومه هم قرباني وركړې شي نو هغه كمه ده۔ده ووئيل د مخالفې ډلې مشر د صوبو وسائلو معامله پورته كړې٬د صوبو معاشي وسائل د هغوي حق دے ٬په دې كښې هېڅ اختلاف نشته ٬ ده ووئېل ريكوډك لوظ نامه يو مثال دے٬د بلوچستان زغماﺀ څخه د بشپړه مشاورت نه پس دا لوظ نامه شوې ٬په دې كښې د بلوچستان برخه د ټولو په وړاندې ده۔ده ووئيل  د كال 2010 اين ايف سي ايوارډ د پاكستان د تاريخ لسم ايوارډ دے۔ده ووئيل  بلوچستان يوه ښكلې صوبه او د میرنو خاروه ده٬د دې  برخه  يو په  100 زياته كرې شوې ٬ټولو صوبو په دې كښې قربانۍ وركړې دي او پنجاب د خپلې برخې څخه تر ټولو زياته بلوچستان ته وركړې ده ۔ ده ووئېل پنجاب 11 ارب روپۍ بلوچستان ته د خپلې برخې څخه په كلنه توګه وركړی٬كه چرې مونږ سره يوه ډوډۍ وي نو مونږ به يې په شريكه خوروو٬دا احسان نه يو والے دے۔ده ووئيل د معاشي او معاشرتي انصاف نه غېر كور هم نه چليږي۔دوه كاله وړاندې د بلوچستان كروندګرو ته د  70 اربه روپو په لګښت  سولر پينلز وركړې شوي٬په دې كښې 50 ارب روپۍ وفاق وركړي كوم چې د ايثار او ورورولۍ مثال دے٬دغسې 300 اربه روپو څخه ګوادر څخه چمن دو اړخيزه روډ۔۔۔ كيجر وے جوړولې شي دا د مخالفې ډلې مشر غوښتنه نه وه بلكې د وزيراعظم په حېث زما ذمه واري وه چې زه هغه اقدامات وكړم كومو څخه چې د څلورو صوبو پرمختګ  يو برابر وي۔خو د دې لپاره د وخت ضرورت دے  او دا د شپې شپی ممكن نه ده ٬ ده ووئېل دا به په ګډه ممكن وي۔ده ووئيل  د پاك پوځ خوږ هېواد دفاع لپاره قربانۍ لازواله دي٬درې ورځې وړاندې د چورلكې په پېښه كښې 11 افسران او ځوانان شهيدان شوي٬په هغې كښې دوه مسيحيان هم شامل وو٬دغسې بلوچستان كښې شپه ورځ د ترهه ګرۍ مقابلې كېږي او په دغې ترهه ګرۍ كښې مالي او تكنيكي معاونت د خارجي لاسونو د ككړتيا ثبوتونه موجود دي٬ ده ووئېل په بلوچستان كښې په پوله خار دار تار د خپلې سلامتيا لپاره لګولے شوے ۔په خېبرپښتونخوا كښې شپه ورځ ترهه ګري كيږي او پاك پوځ شپه ورځ د هغوي مقابله كوي٬ ده ووئېل افسران او ځوانان شهيدان كيږي او خپل بچي يتيمان كولو سره د پاكستان په كروړونو بچي د يتيمېدو څخه بچ كوي٬ مونږ له به په ګډه د هغوي قربانو ته عزت او تكريم وركول وي۔ده ووئيل  د چورلكې په پېښه كښې د شهيدو شوو په جنازه په مونږ ګډون كړے٬د شهيدانو  بچو سره هم ملاقات كړے  او هغوي ته دا هم علم نه ؤ چې د هغوي پلاران شهيدان شوي دي ٬اوس به هغوي له ژوند د مشكلات سره تيرول وي۔ده ووئيل  كه چرې مونږ نن غفلت وكړو نو راتلونكې نسلونه به مونږ معاف نه كړي۔ده ووئيل كه چرې د مخالفې ډلې مشر جاتې عمره خپل كور ګڼي نو زه به چې كله هم كوئټې ته تلم نو د ده كور ته به تلم٬دا كوم پوائنګ سكورنګ نه دے۔

مزید خبریں