لندن۔ 15فروری(اے پی پی) برطانوی هاؤس آف کامن د برېګزټ په اړه د وزيراعظمې تھرېسامے لخوا وړاندې كړې قرارداد مسترد كړې۔ د ابلاغ نړيولو ذريعو ترمخه تېره ورځ برطانوي وزيراعظمې اروپائي ائتلاف څخه د وتلو برېګزټ لوظنامې ته د بيا كتنې قرارداد هاؤس آف كامن ته وړاندې كړو كوم چې ناكامۍ سره مخ شو۔ په قرارداد شوې شمېره كښې 303 پارلماني غړو د قرارداد مخالفت وكړو او 258 غړو ددې په حق كښې رائې وركړه۔ په دې قرارداد كښې د برېګزټ لوظنامې شق لمبر 50 ته د يو بدلون د لارې د لا درې مياشتو مودې پراختيا وركړې شوې ده