امريكا كښې په فلورېډا سكول د بريد اولنې تلين ولمانځلې شو

فلورېډا ۔ 15فروری (اے پی پی) امریکائي رياست فلورېډا كښې په سكول د ډزو پېښې اولنې تلين ولمانځلې شو۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه تېر كال په 14 مه فرورۍ پارل لېنډ سيمه كښې په سكول د شويو ډزو پېښې په نتيجه كښې 17 كسان مړه شوي وو۔ په دې مهال د سكول زده كوؤنكو پېښې څخه وروستو مرستې له راغلې امنيتي اهلكارو ته ناشته وركړه او د مړه شويو كسانو ياد ئې ولمانځلو۔ د دغې پېښې د تلين په مهال سحر په 10 بجې او 17 دقيقې يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړې شوه