د سعودي عربستان ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان به راتلونكې اوونۍ كښې په دوه ورځنۍ دوره انډونيزيا ته ځي۔ صدارتي وياند

جکارته 14 فروري (اے پي پي) د سعودي عربستان ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان به راتلونكې اوونۍ كښې په دوه ورځنۍ دوره انډونيزيا ته ځي۔ د انډونيزيا صدارتي وياند له مخې ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان به په اتلسمه فرورۍ د انډونيزيا پايه تخت ته رسيږي او اولس مشر سره به ملاقات كوي۔ شهزاده سلمان به د انډونيزيا دوره بشپړولو نه پس په بل پړاٶ كښې هند ته ځي ۔ د يادونې وړ ده شهزاده سلمان د دې نه وړاندې په كال 2017 خپل پلار باچا سلمان سره انډونيزيا ته تللې ٶ