د پارليمان شريكه غونډه كښې په خېبر پښتونخوا كښې د هنګامي حالت په اړه د دستور آرټیکل 232(7) او  234(1) له مخې قراردادونه وړاندې كړې شول

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د پارليمان په شريكه غونډه كښې په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د هنګامي حالت په اړه د دستور آرټیکل 232(7) او234(1) له مخې قراردادونه وړاندې كړې شول۔ د زيارت په ورځ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري د پارليمان په شريكه غونډه كښې تحريك وړاندې كړو چې د دستور آرټیکل 232 شق (7) او آرټیکل 234 شق (3) له مخې قراردادونه وړاندې كولو …

اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د پارليمان په شريكه غونډه كښې په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د هنګامي حالت په اړه د دستور آرټیکل 232(7) او234(1) له مخې قراردادونه وړاندې كړې شول۔ د زيارت په ورځ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري د پارليمان په شريكه غونډه كښې تحريك وړاندې كړو چې د دستور آرټیکل 232 شق (7) او آرټیکل 234 شق (3) له مخې قراردادونه وړاندې كولو له دې اړوند قواعد معطل كړې شي۔ په دې معامله سپيكر په ايوان كښې د رايو شمېرې عمل ترسره كړو۔ د تحريك په حق كښې زيات اكثريت يعني 214 غړو ووټ وركړو۔ دې څخه وورستو طارق فضل چوهدری قرارداد ايوان ته وړاندې كړو چې د دستور آرټیکل 232 شق (1) دويمې جملې شرطیه له مخې په 11 اکتوبر2026 د صدرمملکت لخوا په خېبر پښتونخوا صوبه كښی د هنګامي حالات د اعلان شريكه غونډه د اسلامی جمهوریه پاکستان د دستور آرټیکل 232 شق (7) له مخې منظوري وركوي۔ دويم قرارداد وړاندې كولو سره د پارليماني چارو وفاقي وزير ووئيل چې د اسلامی جمهوریه پاکستان د دستور آرټیکل 234شق (1) له مخې په 11اکتوبر2026  د صدرمملکت لخوا په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د هنګامي حالت د اعلان شريكه غونډه منظوري وركوي۔ دې څخه وروستو په ايوان كښې په داړو قراردادونو بحث پېل شو۔