سوئيلي كوريا امريكائې عسكرو له د نورې سرمايې وركولو غوښتنه رد كړه

سېؤل 13 فروري (اے پي پي) سوئيلي كوريا د ډونلډ ټرمپ هغه بيان رد كړې كوم كښې چې وئيلي شوي وو چې سوئيلي كوريا كښې په ځائ كړې شوې امريكائي عسكرو لپاره دې د سېٶل حكومت نوره سرمايه وركړي۔ څو ورځې وړاندې د سوئيلي كوريا او امريكې ترمېنځه په دې مد كښې د ادائيګو زياتوالې لپاره مشاورت شوې ؤ چې پكښې سوئيلي كوريا امريكې ته يو ارب ډالره وركولو ته سلا شوې ٶ۔ خو خپل تازه بيان كښې ډونلډټرمپ وئيلي دي سوئيلي كوريا به په دې مد كښې نورې 500 مېليونه ډالرې هم وركوي