
وارسا 13 فروري (اے پي پي) پولېنډ او د امریکې په كوربتوب كښې د پولېنډ په پايه تخت وارسا كښې د مينځني ختيز د امن او سلامتيا په سرخط كفنرنس پېل شوے۔ په دوه ورځني كنفرنس كښې د يو شمېر عرب رياستونو د لوړې كچې پلاوي ګډون كوي خو ايران ته په دې كنفرنس كښې د ګډون بلنه نه ده وركړې شوې۔ اسرائیل دا هيله څرګنده كړې چې دا كنفرنس به د اسرائيل او عرب رياستونو ترمېنځه د اړيكو بهترۍ له مركزي كردار ترسره كړي۔ بلخوا د ايران حكومت دا كنفرنس د “ايران مخالف” ګرځولے او روسيې په دې كنفرنس كښې د ګډون كولو نه د وړاندې نه انكار كړے دے۔