افغان حكومت د ټاكنو كمېسون برطرف كړو

کابل 13 فروري (اے پي پي) د افغانستان حكومت د ټاكنو كمېسون غړي برطرف كړي دي۔ د امريكې خبر رسنې ادارې له مخې د غړو د اخوا كولو دا اقدام په افغانستان كښې درې مياشتې وړاندې د غېر منظم پارلماني ټاكنو نه پس او سږ كال په جولائي كښې د كېدونكو صدارتي ټاكنو نه وړاندې شوے۔ د ياونې وړ ده چې سږ كال د جولائي په صدارتي ټاكنو كښې اوسنې اولس مشر ډاكټر اشرف غني هم برخه اخلي۔ د حكومت لخوا په يو مختصر بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ټاكنو خپلواكه كمېسون او د دې د شكاياتو د سېل غړي برطرف كړې شوي دي خو په بيان كښې د دې اقدام وجه يا سپناوې نه دې شوې۔ البته اولس مشر اشرف غني سياسي ګوندونو او سول سوسائيټۍ نمائندګانو ته په يوه اونۍ كښې د كمېسون غړو نومولو لپاره وئيلي دي۔ د ياونې وړ ده چې تېر كال په افغانستان كښې د پارلماني ټاكنو په په مهال په لويه كچه بد نظمي رامخې ته شوې وه