عراق كښې د ترك پوځ په عملياتو كښې 2 ترهګر وژلې شوي

انقره 13 فروري (اے پي پي) د تركيې پوځ په شمالي عراق كښې د روانو عملياتو په مهال د پي كے كے ډلې دوه ترهګر وژلي دي۔ د تركيې خبري اژانس له مخې د حقورق سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه نښتې شوې او پكښې 2 ترهګر وژلې شوي دي۔ د عملياتو په مهال په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې شوي۔ د تركيې امنيتي ځواكونو په دې سيمه كښې په لويه پېمانه عمليات پېل كړي دي۔