د امريكې او د شمالي كوريا مشرانو ترمېنځه ملاقات به ډېر مهم ثابت شي۔ د سوئيلي كوريا اولس مشر

واشنګټن 13 فروري (اے پي پي) د سوئيلي كوريا اولس مشر من جے ان هيله څرګنده كړې چې د امريكې او د شمالي كوريا د مشرانو ترمېنځه ملاقات به ډېر مهم ثابت شي۔ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان ترمېنځه د ملاقات په اړه مرستيالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل دې ملاقات سره به د امريكې او شمالي كوريا په اړيكو او په جزيره نما كوريا كښې د امن راوستو له پېشرفت اوشي۔