د امریكې او تھائی لینډ كلن پوځي مشقونه پيل شول

بنكاك 13 فروری (اے پی پی) د تھائی لینډ او امریكې پوځ په كوربتوب كښې كلن ’’كوبرا ګولډ‘‘ نومی پوځي مشقونه پيل شوې دي۔پھ دې مشقونو كښې د29 هېوادونو پوځې ډلې ګډون كوي۔ اسياﺀ پېسیفك سيمه كښې كيدونكې دې مشقونو كښې د ګڼو هېوادونو ګډون په وجه دا تر ټولو لوئ پوځې مشقونه ګرځولې شوي۔ امریكې او تھائی لینډ نه علاوه چین، جاپان، سنګاپور، انډونیزيا ، ملائیشیا، هند او سوئيلي كوریا هم’كوبرا ګولډ‘ مشقونو كښې په خاص توګه ګډون كوي۔ دا پوځي مشقونه به 22 فروری پائې ته رسي۔