بنكاك كښې د نيو ايئر پارټې په مهال يو كس د خپلو بچو پشمول د كورنۍ 6 كسانو وژلو نه پس خپل ځان هم اووژلو

حېدر آباد 01 جنوري (اے پي پي) د تهائي لېنډ په پايه تخت بنكاك كښې د نيو ايئر پارټې په مهال يو كس د خپلو بچو پشمول د كورنۍ 6 كسان وژلو سره خپل ځان هم ووژلې دے ۔ د تهائي لېنډ پوليس له مخې دا پېښه د هېواد په سوئيلي چمفون سيمه كښې په يو بيوټي پارلر كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د نيو ايئر پارټي روانه وه۔ د پوليس له مخې بريد كونكې په په دې قهرېدلې ؤ چې هغه سخرګنې د هغه عزت نه كوو۔ په وژلې شوو كسانو كښې دوه سړي او دوه مېرمنې شاملې دي۔