اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ غړې مير خان محمد جمالي وفاقي بجټ 27-2026 د هېواد معاشي پرمختګ لپاره يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره د بلوچستان د پسماندګۍ خاتمې او د اولس ريليف لپاره د وفاق د زړه نه د هڅو هركلے كړے دے ۔قامي اسمبلۍ كښې په بجټ خطاب كښې ده دا عزم څرګند كړو چې كه چرې وفاقي حكومت د بلوچستان قدرتي وسائلو او د …
مير خان محمد جمالي د بلوچستان تل پاتې پرمختګ او د كركيلې ترقۍ لپاره وفاق سره په ګډه د كار كولو عزم٬د كهچي كينال پشمول نورې پروژې بجت كښې د شاملولو تجويز

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ غړې مير خان محمد جمالي وفاقي بجټ 27-2026 د هېواد معاشي پرمختګ لپاره يو مهم سنګ ميل ګرځولو سره د بلوچستان د پسماندګۍ خاتمې او د اولس ريليف لپاره د وفاق د زړه نه د هڅو هركلے كړے دے ۔قامي اسمبلۍ كښې په بجټ خطاب كښې ده دا عزم څرګند كړو چې كه چرې وفاقي حكومت د بلوچستان قدرتي وسائلو او د كركيلې په جديد ډول استوارولو لپاره صوبائي مشرتابه سره په ګډه كار وكړي نو دا به نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان په معاشي خود كفيلې او خوشحالې لپاره ګټور عمل وي۔د پارليمنټ غړي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير په حېث لرونكې د كركيلې څانګې لا مستحكمولو لپاره د يو ښه او تعميري طريقه كار وضع كولو تجويز وړاندې كړو ۔ده ووئيل د زرعي پالېسۍ جوړولو څخه وړاندې كروندګرو او فارمرز سره باقاعده مشوره دې وكړې شي دغسې چې د هغوي مشورو د ان پټ په توګه شامله كړې شي۔ده حكومت څخه غوښتنه وكړه چې موجوده وفاقي بجټ كښې دې د پرمختيائي فنډز نه د كچهي كينال تكميل له ګامونه واغستلې شي دغسې چې تاريخي كينال د ډېره بګټي څخه تر بلوچستان لاكهونو ايكړه زمكه خړوبه كړي او د دې صوبې غيور كروندګر د هېواد په پرمختګ كښې خپله بشپړه برخه واچوي۔دې سره ده د حب نه تر كوئټې د مركزي سترې لارې د ټرافېك پیښو څخه پاكولو او محفوظه جوړولو لپاره دغه د دوه اړخيزه كولو مهم تجويز هم وركړو۔د صوبې نورو پخوانو مسئلو ذكر كولو سره ده د وفاق څخه د ګټورې شراكتدارۍ لپاره مخلصانه خواست وكړو دغسې چې په بلوچستان كښې بې روزګاري ختمه شي او كينال سسټم په خاص توګه پټيډر او نارتھ ويسټ كينال د لارې د اوبو جائزه حق او د خښكلو پاكې اوبه د كوم تعطل نه غېر باوري كړې شي ۔مير خان محمد جمالي ووئېل بلوچستان تلد سوئي ګيس پشان د زياتې بيعې قدرتي وسائلو د لارې د ټول پاكستان د كورونو نغري بلولو او صنعتونه چلولو كښې د وړومبي صف كردار ادا كړے دے٬لهذا اوس د وفاق لخوا بلوچستان ته د ګاز او بجلۍ لوډشېډنګ څخه مستقل خلاصے به د اولس د ژوند معيار ښه كولو له مرستياله ثابت شي۔د سركاري ملازمينو خېرښېګړی په اړه مير خان محمد جمالي تنخاګانو كښې 7 فيصده زياتوالے حكومتي اقدام وستائېلو خو د ګرانۍ په دې سخت صورتحال كښې اود پېټروليم او بجلۍ نرخونو ترمخه ده حكومت څخه د همدردانه نظرثانۍ خواست وكړز دغسې چې مډل كلاس سركاري ملازمينو ته ريليف ترلاسه شي۔ده هيله څرګند كړه چې وفاقي حكومت به دا ټول مثبت غوښتنې او تجاويز د بجټ برخې جوړولو سره د بلوچستان د اولس په مركز باور لا مضبوط كړي۔






