وفاقي حكومت د هېواد معاشي استحكام او پرمختګ په لاره روانولو لپاره بشپړ اقدامات كوي۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام

  چارسده 14جون  (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت هېواد معاشي استحكام او د پرمختګ په لاره روانولو لپاره بشپړه اقدامات كوي٬نن د خېبرپښتونخوا اولس پخپله پوښتنه كوي چې 14 كاله پس مونږ ته څه ترلاسه شول ؟د صوبې اولس نن هم د بنيادي آسانيو …

 

چارسده 14جون  (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وفاقي حكومت هېواد معاشي استحكام او د پرمختګ په لاره روانولو لپاره بشپړه اقدامات كوي٬نن د خېبرپښتونخوا اولس پخپله پوښتنه كوي چې 14 كاله پس مونږ ته څه ترلاسه شول ؟د صوبې اولس نن هم د بنيادي آسانيو لپاره پريشانه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ چارسده اتمانزۍ كښې يوې شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه ۔په دې موقع د چارسدې سره تعلق لرونكې نوموړی سياسي او سماجي شخصيت طارق اعظم خان وراره٬د پي ټي آئي سينئر لارښود او پخوانې ضلعي ناظم اعلٰی فهد اعظم خان د خپلې ټولې كورنۍ او ګڼ شمېر ملګرو پشمول مسلم ليګ(ن)كښې شموليت وكړو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په ګوند كښې په شموليت د هغوي هركلے وكړو۔شموليتي جلسې ته خطاب كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل  د فهد اعظم خان پشان بااثره لارښودو مسلم ليګ(ن)كښې شموليت د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د خېبرپښتونخوا اولس اوس د پرمختګ او خذمت په سياست باور لري۔ده ووئيل  پاكستان تحريك انصاف خېبرپښتونخوا كښې 14 كاله حكومت وكړو خو صوبې ته هېڅ ورنه كړے شول ۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان مسلم ليګ(ن)به د خېبرپښتونخوا اولس مسئلو حل٬پرمختيائي پروژو بشپړېدو او د ځوانانو روښانه سباؤن لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي۔