اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزيب وئېلي دي په هېواد كښې معاشي خوشحالۍ او د كامياب بجټ نيغ په نيغه تعلق د سياسي استحكام او جمهوريت تسلسل سره دے۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بجټ په غونډه بحث كښې ايم اين اے طاهره اورنګزيب د ټولو اسمبلۍ غړو له مباركي وركولو سره ووئېل د سختو حالاتو باوجود پاكستان كښې پارليمان قائم …
سياسي استحكام راتللو څخه به معيشت مضبوط شي۔طاهره اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)قامي اسمبلۍ غړې طاهره اورنګزيب وئېلي دي په هېواد كښې معاشي خوشحالۍ او د كامياب بجټ نيغ په نيغه تعلق د سياسي استحكام او جمهوريت تسلسل سره دے۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بجټ په غونډه بحث كښې ايم اين اے طاهره اورنګزيب د ټولو اسمبلۍ غړو له مباركي وركولو سره ووئېل د سختو حالاتو باوجود پاكستان كښې پارليمان قائم پاتې كېدل د دې خبرې ضمانت دے چې د هېواد ټولو مسئلو حل په ګاډه ناستې سره په خبرو اترو ممكن دے٬سياسي ماحول چې څومره ښه وي٬په هېواد كښې به معاشي استحكام هم دومره زيات وي ۔دې ووئيل كه چرې په هېواد كښې دننه سياسي انتشار يا د جنګونو ماحول وي نو معيشت چرته هم ښه كېدې نه شي۔كله چې پاكستان په دننه توګه كمزوريږي نو د ختيزو او مغربي پولو څخه دښمن ته حوصله ترلاسه كيږي٬ دې ووئېل په تېر وخت كښې هم مونږ د يو والي د لارې د لويې هېواد مقابله كړې ده ٬ ځكه نن هم هېواد په معاشي توګه مخ په وړاندې تللو لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي۔







