اسلام آباد۔14جون (اے پي پي) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پخواني وفاقي وزير او د بلوچستان سينئر سياستمدار ليفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د بلوچستان په مجموعي سياس٬سماجي او اقتصادي صورتحال پشمول صوبې ته ورمخې ته شوو مسئلو او د پرمختګ بيلو اړخونو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه زشوه۔د اتوار په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري …
د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره د پخواني وفاقي وزير ليفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان سره پخواني وفاقي وزير او د بلوچستان سينئر سياستمدار ليفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے ۔د ملاقات په مهال د بلوچستان په مجموعي سياس٬سماجي او اقتصادي صورتحال پشمول صوبې ته ورمخې ته شوو مسئلو او د پرمختګ بيلو اړخونو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه زشوه۔د اتوار په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په بلوچستان كښې پائيدار پرمختګ٬د بنيادي ډهانچې ښه والي٬تعليم٬روغتيا او د اولس خېرښېګړې لپاره د روزګار موقعې راپېدا كولو٬ فني تربيې په وده او د ځوانان كل قامي پرمختګ كښې فعاله كردار ا لپاره د ښو موقعو وركولو په چارو هم خبرې وشوي۔د سينيټ دوهم چيئرمېن په دې موقع ووئيل چبلوچستان د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ كښې د بنيادي اهميت وړ صوبه ده٬د دې قدرتي وسائل٬جغرافيائي اهميت او صلاحيت لرونكې ځوانان د هېواد سباؤن لپاره يوه قيمتي سرمايه هم ده۔ليفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ د بلوچستان اولس ته د ورمخې ته شوو مسئلو٬سياسي صورتحال٬سماجي او اقتصادي چېلنجونو اود بيلو پرمختيائي پروژو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ده په بلوچستان كښې د اولس خېرښېګړی٬د ځوانانو شموليت٬د روزګار موقعو او د پرمختيائي اقدامات د ودې په اهميت زور راوړو ۔په ملاقات كښې د بلوچستان پرمختګ٬اولسي خوشحالۍ او د قامي يو والي ودې لپاره د شريكو هڅو په ضرورت هم اتفاق راغلو۔






