پاكستان د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه په سوئېلي آسيا كښې د غربت٬ناخواندګۍ ٬ رنځونو٬د خوراك كمې ٬ د بې روزګارۍ په ګډه مخ نيوي سره د شخړو څخه د پاكې منطقې وژن لري٬سارك د سيمه ايزو مرستو په لړ كښې په بېلو څانګو كښې د قدر وړ پرمختګ كړې٬دا منطقه بشري او قدرتي پانګې لري او په سوئېلي آسيا كښې د كوټلي اقتصادي پرمختګ زيات صلاحيتونه لري۔

اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سارك 34مې چارټرډے په موقع پیغام اسلام آباد08 دسمبر(اے پی پی)اولس مشر ډاګټر عارف علوي په سوئېلي آسيا كښې د پائيدار اقتصادي پرمختګ بې شمېره موقعو رامخې ته كولو سره وئېلي دي پاكستان د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه په سوئېلي آسيا كښې د غربت٬ناخواندګۍ ٬ رنځونو٬د خوراك كمې د بې روزګارۍ په ګډه مخ نيوي سره د شخړو نه د پاكې منطقې …

اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سارك 34مې چارټرډے په موقع پیغام
اسلام آباد08 دسمبر(اے پی پی)اولس مشر ډاګټر عارف علوي په سوئېلي آسيا كښې د پائيدار اقتصادي پرمختګ بې شمېره موقعو رامخې ته كولو سره وئېلي دي پاكستان د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه په سوئېلي آسيا كښې د غربت٬ناخواندګۍ ٬ رنځونو٬د خوراك كمې د بې روزګارۍ په ګډه مخ نيوي سره د شخړو نه د پاكې منطقې وژن لري۔ده دا خبره د سارك 34مې چارټرډے په موقع په خپل پېغام كښې كړې كومه به چې(نن)د خالي په ورځ لمانځلې شي۔اولس مشر د سارك 34مې چارټرډے په لمانځلو د سارك غړو هېوادونو او اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي سارك د سيمه ايزو مرستو په لړ كښې په بېلو څانګو كښې د قدر وړ پرمختګ كړے ٬ ده ووئېل دا منطقه بشري او قدرتي پانګې لري او په سوئېلي آسيا كښې د كوټلي اقتصادي پرمختګ زيات صلاحيتونه لري۔اولس مشر عارف علوي ووئيل د سارك چارټرډے تنظيم اعلٰی مقاصدو سره زمونږ د تړون د تجديد ورځ ده٬ دا هغه پليټ فارم دے كوم چې د غربت كمي ٬ سماجي او اقتصادي يو والي پېدا كولو٬مېرمنې خپلواكه جوړولو او خپله منطقه خوشحاله٬پرامن او ترقي پسند سباؤن سره د خپلو خوبونو رښتيا كولو لپاره مرستياله ثابتېدې شي۔ده ووئيل د خپلې منطقې لپاره زمونږ وژن د شخړو څخه پاكه سوئېلي آسيا ده چرته چې مونږ د غربت٬ناخواندګۍ ٬ رنځونو٬د خوراك كمې د بې روزګارۍ په ګډه مخ نيوي كول دې۔ دغسې اولس مشر په خپل پېغام كښې د سوئېلي آسيا منطقې اولس پرمختګ٬خوشحالۍ او امن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں