كوئټه24 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ليفټيننټ جنرل عامر رضا٬هلال امتياز(ملټري)٬ ستاره بسالت ته په فور اسټار جنرل چوكۍ ترقۍ او د كمانډر نېشنل اسټريټجك كمانډ په تعيناتۍ مباركي وركړې ده ۔خپل پیغام كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئېل د جنرل عامر رضا پيشه وره صلاحيتونو٬غېر معمولي قيادت او د هېواد دفاع لپاره د هغه قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل دا مهمه ذمه …
د بلوچستان وزيراعلٰی ليفټيننټ جنرل عامر رضا ته د فور اسټار جنرل په حېث په ترقۍ مباركي وركړه

مزید خبریں
كوئټه24 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ليفټيننټ جنرل عامر رضا٬هلال امتياز(ملټري)٬ ستاره بسالت ته په فور اسټار جنرل چوكۍ ترقۍ او د كمانډر نېشنل اسټريټجك كمانډ په تعيناتۍ مباركي وركړې ده ۔خپل پیغام كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئېل د جنرل عامر رضا پيشه وره صلاحيتونو٬غېر معمولي قيادت او د هېواد دفاع لپاره د هغه قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل دا مهمه ذمه واري په هغه د رياست د اعلٰی باور څرګندونه ده۔وزيراعلٰی ووئيل د جنرل عامر رضا په مشرۍ كښې به د پاكستان اسټريټجك صلاحيتونه لا قوي شي او قامي دفاع ته به لا استحكام ترلاسه شي۔مير سرفراز بګټي جنرل عامر رضا لپاره د نيكو هيلو څرګندونې سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه ته د خپلو نوو ذمه وارو په ښه ډول د ادا كولو توفيق وركړي او پاكستان ته دې تل امن٬استحكام او پرمختګ وركړي۔










