په اولني ځل د كشمير په اړه په نړيواله كچھ غږ پورته كولې شي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن او د برطانوي پارلمان راپور نه وروستو په هر فورم د كشمير مسئلې په اړه غږ پورته كېدل پېل شوي دي۔ د خارجه دفتر د كشمير چارو ډائرېكټر شيراز آصف د كل جماعتي حريت كنفرنس ترسېوري لاندې سيمينار ته خطاب

اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر د كشمير چارو ډائرېكټر شيراز آصف وئيلي دي په اولني ځل د كشمير په مسئله په نړيواله كچھ غږ پورته كولې شي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن او د برطانوي پارلمان د كشمير مسئلې په اړه راپور نه وروستو په هر فورم د دې مسئلې په اړه غږ پورته كېدل پېل شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس …

اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر د كشمير چارو ډائرېكټر شيراز آصف وئيلي دي په اولني ځل د كشمير په مسئله په نړيواله كچھ غږ پورته كولې شي۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن او د برطانوي پارلمان د كشمير مسئلې په اړه راپور نه وروستو په هر فورم د دې مسئلې په اړه غږ پورته كېدل پېل شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس او كل جماعتي حريت كنفرنس ترسېوري لاندې سيمينار ته خطاب كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن او د او آئي سي راپورونو هند نړۍ ته په ډاګه كړې دې۔ مونږ ټولو له به په ګډه د كشمير مسئله نړۍ ته ښودل وي۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كوي۔ ده ووئيل پاكستانۍ ميډيا هم بايد دا راپورونه زياتو نه زياتو خلقو ته رسولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده په سيمينار كولو د منتظمين مننه كولو سره ووئيل پاكستان به په هر فورم د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د هڅه كوؤنكو كشميري وروڼو خوېندو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔

مزید خبریں