اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پ)د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د اوسنۍ مركې يوه خاص برخه درې ځله ښودلې شوې٬ د پوځ پحقله د خبرې نه وړاندې هم او د دې نه پس هم خبرې كېدې يوازې د مېنځ خبره رامخې ته كړې شوې۔ د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب مېجر جنرال آصف غفور ووئيل د وزيراعظم …
د وزیراعظم عمران خان اوسنۍ مركې خاص برخه د سياق او سباق نه لرې ښودلې شوې۔ ډي جي آئي اېس پي آر

مزید خبریں
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پ)د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د اوسنۍ مركې يوه خاص برخه درې ځله ښودلې شوې٬ د پوځ پحقله د خبرې نه وړاندې هم او د دې نه پس هم خبرې كېدې يوازې د مېنځ خبره رامخې ته كړې شوې۔ د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب مېجر جنرال آصف غفور ووئيل د وزيراعظم د اوسنۍ مركې خاص برخه وړومبې هم ښودلې شوې او چې كله پرې بحث جوړ شو نو بيا ھغه ښودلې شوې وه او نن د خبري كنفرنس نه وړاندې هم بيا ھغه خاص برخه رېفېډ كړې شوې٬ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د ھغې خبرې نه وړاندې او وروستو هم خبرې كولې ٬ ھغه د سياق او سباق نه لرې ښودلې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان ځواكونه د دې هېواد پوځ دے ٬ د دې تعلق يو ګوند ٬ يو كس يا يوې صوبې سره نه دې٬ دا د حكومت اداره يو٬ ده ووئېل نن د پي ټي آئي حكومت دے٬ د دې نه وړاندې د يو بل ګوند حكومت ٶ٬ امنيتي اسټېبلشمنټ حكومت ته ان پټ وركوي٬ دا د خوشحالۍ خبره ده چې ټولې ادارې په ګډه قامي مقصد لپاره كار كوي










