د پاكستان تحريك انصاف حكومت ګاونډي هېوادونو سره تجارتي حجم زياتولو سره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانوي۔ د معاشي ستونزې ختمول زمونږ د كرڼلار برخه ده۔ د ملګرو هېوادونو دورې څخه وروستو مې وئيلي چې زمونږ معاشي ستونزه ختمه شوې ده۔ كارخانو ته به اضافي ګاز او برېښنا وركوو۔ د ګاز د بيعې په اړه هم پرېكړه شوې ده۔ پټرول به ګران نه بلكې ارزان كوؤ۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت ګاونډي هېوادونو سره تجارتي حجم زياتولو سره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانوي۔ د معاشي ستونزې ختمول زمونږ د كرڼلار برخه ده۔ د ملګرو هېوادونو دورې څخه وروستو مې وئيلي چې زمونږ معاشي ستونزه ختمه شوې ده۔ كارخانو ته به اضافي ګاز او برېښنا وركوو۔ د ګاز …

اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت ګاونډي هېوادونو سره تجارتي حجم زياتولو سره هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانوي۔ د معاشي ستونزې ختمول زمونږ د كرڼلار برخه ده۔ د ملګرو هېوادونو دورې څخه وروستو مې وئيلي چې زمونږ معاشي ستونزه ختمه شوې ده۔ كارخانو ته به اضافي ګاز او برېښنا وركوو۔ د ګاز د بيعې په اړه هم پرېكړه شوې ده۔ پټرول به ګران نه بلكې ارزان كوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت نه وړاندې د پاكستان بجټ خساره 230 اربه روپۍ وه ۔ زمونږ اقتدار كښې راتلو نه وروستو دا كمېدو سره 130 ارب پاتې شوې ده۔ ده ووئيل پاکستان سټیل مل، پی آئی اے او د پاكستان رېلوے په شمول د نورو قومي ادارو په مالي خساره كښې كمې او ددې كاركردګي ښه جوړول او ددې پېشه ورانه صلاحيت كښې اضافه كول زمونږ د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان كاميابو غېر ملكي دورو نه وروستو ترلاسه شوې مالي مرستې سره د هېواد معيشت ټرېك ته راوړلو كښې كافي مرسته ترلاسه شوې ده۔ د ملایشیاء دورې په مهال سرمايه كارو سره ملاقاتونه وشول د كومو به چې مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په دور كښې د ټولو سرمايه كارو سرمايه بالكل محفوظه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وفاق او صوبو ترمينځه د چارو هوارولو له اېن اېف سي ايوارډ ډېر ضروري دے۔ ددې ايوارډ په چارو د خيالاتو څرګندونه كولو له به ډېر زر يو ميټنګ راوبللې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پی ټی آئی حکومت سنبھالولو سره د ډيزل بيعه ټيټه كړه۔ د پېټرول په بيعه كښې به نور كمې هم كولې شي۔ د ټېكس غلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ټېكس غلو ډېټا راويستلې شوې ده د كومو په ضد به چې ډېر زر كارروائي پېل كړې شي۔ ټېكس غلا كوؤنكو ته نوټسې هم لېږلې شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آئي اېم اېف سره د روپۍ د قدر په اړه هېڅ خبره نه ده شوې۔ چين څخه د ترلاسه كېدونكو قرضو تفصيلات مو آئي اېم اېف ته وركړي دي۔ ولې چې دې كښې د پټولو هېڅ خبره نشته۔ ده ووئيل حكومت د معيشت بنياد سمولو له لوظي دې۔ ده ووئيل مونږ ددې عزم لرو چې پائيدار او متوازن معاشي پرمختګ به ترلاسه شي

مزید خبریں