لندن ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د برطانيې خارجه وزير جرمي هنټ د امريكا پخواني اولس مشر جارج ډبليو بش (سينئر) په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د برطانيې خارجه چارو او كامن وېلت دفتر څخه جاري شوي بيان كښې ده د پخواني امريكائي اولس مشر په مړينه د افسوس او غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل جارج ډبليو بش په …
د برطانيې خارجه وزير د امريكا پخواني اولس مشر جارج ډبليو بش (سينئر) په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه
لندن ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د برطانيې خارجه وزير جرمي هنټ د امريكا پخواني اولس مشر جارج ډبليو بش (سينئر) په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د برطانيې خارجه چارو او كامن وېلت دفتر څخه جاري شوي بيان كښې ده د پخواني امريكائي اولس مشر په مړينه د افسوس او غم دړد څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل جارج ډبليو بش په حقيقي معنو كښې د برطانيه يو مهم اتحادي وو۔ ده ووئيل پخواني اولس مشر په دوهم جنګ عظيم كښې امريكائي بحريه كښې خپلو خذمات څخه د صدارت تر اعلی منصب رسېدو غوره او بشپړه كردار ترسره كړی په كوم به چې دې ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ده د جارج ډبليو بشو په مړينه امريكائي اولس او دده كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه












