اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي قبائېلي اولس هېواد او قام لپاره بلها قربانۍ وركړې ٬وخت راغلې چې د انضمام عمل زر تر زره بشپړ كړې شي او د دې ميو څخه قبائېلي اولس ګټه پورته كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده دوه ورځنۍ دورې پھ مهال د جمعې پھ ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د فاټا انضمام په اړه د بريفنګ …
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي پېښور ګورنر هاؤس كښې د فاټا انضمام په اړه د بريفنګ په مهال څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي قبائېلي اولس هېواد او قام لپاره بلها قربانۍ وركړې ٬وخت راغلې چې د انضمام عمل زر تر زره بشپړ كړې شي او د دې ميو څخه قبائېلي اولس ګټه پورته كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده دوه ورځنۍ دورې پھ مهال د جمعې پھ ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د فاټا انضمام په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني٬مشر صوبائي وزير عاطف خان٬د اطلاعات صوبائي وزير شوكت يوسفزئي٬د قانون وزير سلطان محمد خان٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر نويد كامران بلوچ او د فاټا سېكرټرېټ اېډېشنل سېكتر هم موجود وو۔د صوبائي وزير شوكت يوسفزئي ترمخه اولس مشر د فاټا د پخوانۍ انضمام په لړ كښې د قانوني او انتظامي چارو څخه خبر كړو۔اولس مشر ته په دې موقع ووئيل شول په پخوانۍ فاټا كښې د تعينات ليويز فورس او خاصه دارو ملازمتونه به په ځاې ساتلې شي او دغلته به د صوبائي اسمبلو چوكۍ لپاره ټاكنې د راروان كال مئي مياشتې څخه وړاندې كولې شي۔اولس مشر ته دا هم ووئيل شول انتظاميې اډانې بيا جوړولو له د كابينې كمېټي تشكيل كړی شوې كومه به چې په پنځلسو ورځو كښې خپل راپور كابينې ته وړاندې كړي۔اولس مشر په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د قبائېلي ضلعو لپاره به په ټېكس كښې پنځو كلونو لپاره د وركړې شوي رعايت څخه سرمايه كار ګټھ پورته كړي۔اولس مشر ته د بي آر ټي منصوبې پھ اړه هم بريفنګ وركړې شو۔دا منصوبه به د راروان كال تر اپرېل مياشتې ترسره كړی شي كومه چې په 68 كلوميټره فيډر روټس مشتمله ده ۔په دې كښې به 230 بسونه د اولس خذمت لپاره چلولې شي۔اولس مشر د دې منصوبې ستائنه كولو سره ووئيل دا يوه غوره منصوبه ده او دې سره به اولس ته د سفر غوره آسانۍ ترلاسه شي۔اولس مشر سپارښتنه وكړه د دې منصوبې زر تر زره ترسره كول باوري كړئ۔










