اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د برېښنا په غلا د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا خبره چرې هم د قبلولو نه ده چې كوم كسان پرله پسې خپل بقاياجات وركوي دوي دې د ځينو عناصرو د غلا له امله لوډشېډنګ سره مخ كړې شيِِ٬د اعلٰی وزير او د برېښنا وزير دې د خبري كنفرنس د لارې دا مسئله اولس ته وړاندې كړي او په …
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د برېښنا څانګې په اړوندو مسئلو غونډه د برېښنا غلا په ضد په ټول هېواد كښې د كريك ډاؤن او د پاور سېكټر زيان مخ نيوي له په پېشرفت برېفنګ ٬ وزيراعظم د برېښا په غلا د سختې اندېښنې څرګندونه وكړه ٬دا چرې هم د قبلولو نه ده چې كوم كسان پرله پسې خپل بقاياجات وركوي هغوي دې د ځينو عناصرو د غلا له امله لوډشېډنګ سره مخ كړې شيِِ٬د اعلٰی وزير او د برېښنا وزير دې د خبري كنفرنس د لارې دا مسئله اولس ته وړاندې كړي او په ټول هېواد كښې د برېښنا غلا په ضد په روان حكومتي كريك ډاؤن كښې دې ترې مرسته واخلي۔وزيراعظم عمران خان

مزید خبریں
اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د برېښنا په غلا د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي دا خبره چرې هم د قبلولو نه ده چې كوم كسان پرله پسې خپل بقاياجات وركوي دوي دې د ځينو عناصرو د غلا له امله لوډشېډنګ سره مخ كړې شيِِ٬د اعلٰی وزير او د برېښنا وزير دې د خبري كنفرنس د لارې دا مسئله اولس ته وړاندې كړي او په ټول هېواد كښې د برېښنا غلا په ضد په روان حكومتي كريك ډاؤن كښې ترې دې مرسته واخلي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاور څانګې په اړوندو مسئلو غونډه وشوه۔په كومه كښې چې په خاص توګه وزيراعظم د برېښنا غلا په ضد ټول هېواد كښې د روان كريك ډاؤن او پاور سېكټر زيان مخ نيوي له د پېشرفت نه خبر كړې شو۔غونډه كښې د برېښنا وزير عمر ايوب٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی محمود خان٬د برېښنا سېكتر عرفان علي٬د خېبرپښتونخوا داخله سېكتر اكرم الله او نورو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د برېښنا غلا كښې د آسانيو وركولو ملازمانو په ضد هم سخته كاروائي به كولې شي۔د پاور دويژن سېكتر وزيراعظم ته ووئيل په تېرو ورځو كښې په لاهور اليكټرك سپلائي كمپني او فېصل آباد ريجن كښې ګينګ نيولې شوې كوم چې د يو سافټ ويئر د لارې د برېښنا ميټرز كښی ټيمپرنګ كولو او د برېښنا ضائع كولو كښې د سهولت كار په توګه ككړ وو۔د غونډې په مهال خېبرپښتونخوا كښې د لږې وصولۍ او د برېښنا غلا مخ نيوې په چارو هم تفصيلي خبرې وشوې ۔وزيراعظم د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير او د برېښنا وزير ته سپارښتنه وكړه چې د يو خبري كنفرنس د لارې اولس د دې مسئلې څخه خبر كړي او د برېښنا غلا په ضد حكومتي كريك ډاؤن كښې د دوي نه مرسته واخلي۔غونډه كښې پريكړه وشوه چې په كومو سيمو كښې د كنډا سسټم د لارې برېښنا كارولې شي دغلته دې د ميټرو لګولو كار تند كړې شي۔










