اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)عمومي سېكتر ډاكټر يوسف احمد العثيمين د تنظيم لخوا د جمو كشمير د اولس د خپلواكۍ د بشپړه ملاتړ د عزم پخلې كړې۔ ده دا خبره د سعودي په جده ښار كښې د او آئي سي په سېكرټرېټ كښې د كشمير د تورې ورځې په لړ كښې د پاكستاني قونصلټ جنرل او د او آئي سي د شريك سېمينار او د عكسونو د نندارتون د مشرۍ كولو په مهال كړې۔د او آئي سي عمومي سېكتر پرله پسې دوهم كال هم د دې سېمينار مشري كړې٬او آئي سي د هندي حكومت څخه غوښتنه كړې چې د بې ګناه كشميري اولس په ضد دې د طاقت د استعمال لړۍ بند كړي۔ده ووئيل چې د كشمير مسئله د دريو لسيزو نه د او آئي سي په مهمو چارو كښې شامله ده۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه د كشميريانو د بشري حقونو څخه د سرغړونې هم غندنه وكړه۔