كينبرا 21 نومبر (اے پي پي)آسټرېليا هم د هغو هېوادونو په لسټ كښې شامله شوې ده كومو چې د مهاجرت په اړه د ملګرو ملتونو لوظ نامه رد كړې۔د آسټرېليا وزيراعظم سكاټ موريسن په دې اړه وئېلي دي چې مونږ د مهاجرت په اړه داسې لوظ نامې منلو ته تيار نه يو۔مورسن ووئيل چې مونږ د هېواد سلامتيا په هېڅ صورت خطر سره نه شو مخ كولې۔پھ دې لوظ نامه كښې مهاجرت ته د منظم شكل وركولو هڅه شوې۔د دې څخه وړاندې اروپائي هېوادونو پولينډ٬جمهوريه چېك٬سلوينيا٬كروشيا٬بلغاريه٬هنګري او آسټريا هم د دې لوظ نامې څخه د جلا كېدو اعلان كړې۔په دې لوظ نامه پھ مراكش كښې په يوه دستوره كښې لاس ليك كېدونكې دې۔