اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په قومي او نړيواله كچه د بې وزلۍ ختمولو، عدم مساوات كښې کمي، د پرمختګ برابر موقعو وركولو لپاره په ګډه، موثره او عملي اقدامات عزم پخلي سره ووئيل حکومت د اولس معاشي و سماجي پرمختګ لپاره په كوټلي تګلاره عمل كوي،ځوانانو لپاره عزت لرونكي روزګار، کاروبار او معاشي موقعې د غريبۍ ختمولو اصل ضامن دي،د غريبۍ ختمول زمونږ د …
بېوزلي ختمول زمونږ شريكه ذمه واري ده، حکومت د اولس معاشي او سماجي پرمختګ لپاره په كوټلې تګلاره عمل كوي: د وزيراعظم شهباز شريف د بېوزلۍ ختمولو نړيوالې ورځې په مهال پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په قومي او نړيواله كچه د بې وزلۍ ختمولو، عدم مساوات كښې کمي، د پرمختګ برابر موقعو وركولو لپاره په ګډه، موثره او عملي اقدامات عزم پخلي سره ووئيل حکومت د اولس معاشي و سماجي پرمختګ لپاره په كوټلي تګلاره عمل كوي،ځوانانو لپاره عزت لرونكي روزګار، کاروبار او معاشي موقعې د غريبۍ ختمولو اصل ضامن دي،د غريبۍ ختمول زمونږ د ټولو شريكه قومي ذمه واري ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د غريبۍ ختمولو نړيوالي ورځ كومه چې په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو د اړخه هر كال د اكتوبر په 17 مه نېټه لمانځلې شي په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان په دې ورځ په قومي او نړيواله كچه د غريبۍ ختمولو ، عدم مساوات كښې كمي،د پرمختګ برابر موقعو وركولو لپاره د ګډ، موثر او عملي اقدامات عزم پخلے كوي۔ د هر وګړي سماجي و معاشي حقوق تحفظ، عزت و وقار حفاظت او معاشي سوكالۍ مساوي موقع په بنيادي انساني حقوق كښې شامل دي،د غريبۍ ختمول په حقيقت كښې معاشرتي تقسيم او نورو سماجي خرابو ختمولو سبب ههم جوړيږي۔ده ووئيل سږ كال د دې ورځ دا سرخط غريبۍ ختمولو، پُرامن منصفانه معاشرې جوړولو لپاره شريكو هڅو اهميت رامخې ته كوي، مالي سوكالي، خوراك زيات مقدار كښې وركولو سره سره محفوظ رهائش د غريبۍ ختمولو ثمرات كښې شامل دي، محفوظ او وقار لرونكې رهائش په حقيقت كښې د وګړو د ښېګړې لپاره بنيادي حيثيت لري، حکومت وګړو او په خاص توګه مالي لحاظ سره کمزور طبقو له عزت سره رهائش وركولو لپاره وزيراعظم اپنا ګھر سکيم ترمخه آسانې قرضې وركوي، مالي مشکلاتو نه علاوه موسمياتي بدلون اثرات سېلاب و بارانونه هم د رهائش کمي سبب جوړيږي۔







