اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سناتور اسحاق ډار د مالدیپ د ولسمشر د پاكستان راتلونکې دورې چمتووالي جاج اخيستلو لپاره د یوې غونډه مشري وکړه۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې په دې غونډه کښې د دوه اړخیزه ايجنډې جاج واغستې شو په كومه كښی چې تجارت ٬ سرمايه كاري ٬ صحت ٬ تعليم ٬ موسمياتي بدلون ٬ …
د مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په مشرۍ کې غونډه؛ د مالدیپ د ولسمشر پاکستان ته د راتلونکې دورې د چمتووالي جاج واخیستل شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم / خارجه وزير سناتور اسحاق ډار د مالدیپ د ولسمشر د پاكستان راتلونکې دورې چمتووالي جاج اخيستلو لپاره د یوې غونډه مشري وکړه۔ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې په دې غونډه کښې د دوه اړخیزه ايجنډې جاج واغستې شو په كومه كښی چې تجارت ٬ سرمايه كاري ٬ صحت ٬ تعليم ٬ موسمياتي بدلون ٬ سېلګري او سول اېوي اېشن كښې د همكارۍ پراخا كولو ته خصوصي پاملرنه وشوه۔ نائب وزيراعظم دا خبره په ډاګه كړه چې دوره به د ورورولۍ اړیکو د لا پیاوړتیا او د متقابلې ګټورې همكارۍ لا مخ په وړاندې بوتللو موقع رامخې ته كړي۔ هغه اړوندو ټولو وګړو ته هدايت وكړو چې هغوي نزدې هم آهنګۍ سره كار وكړي دغسې چې د د دورې كاميابي باوري كړې شي او په انتظاماتو كښې د پاكستان دودیز تود هرکلی او مېلمه پالنه ښكاره وليدلې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم ځانګړي مرستیال طارق باجوه، د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او بین الصوبایي همغږۍ سېکرترانو، په مالدیپ کښې د پاکستان عالي کمشنر او د اړوندو وزارتونو او څانګو لوړ پوړو چارواکو ګډون وكړو۔







