پاکستان د خپلې سيمه ييزې خپلواكۍ ٬ سالميت دفاع او د هر ډول جارحيت مناسب ځواب وركولو له چمتو دې: د خارجه وزارت وياند اوونيز بريفنګ

اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند د هندي دفاع وزير پارونكې بيان سختۍ سره مسترد كولو سره وئيلي دي چې پاکستان د خپلې سيمه ييزې خپلواكۍ ٬ سالميت دفاع او د هر ډول جارحيت مناسب ځواب وركولو له چمتو دې ، پاكستان د رياض په كنګ خالد انټرنېشنل ايئرپورټ د حوثي بريد سخته غندنه كوي او د مكه ګډ تړون لوظنامې لاندې د سعودي عربستان خپلواكۍ او سيمه …

اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند د هندي دفاع وزير پارونكې بيان سختۍ سره مسترد كولو سره وئيلي دي چې پاکستان د خپلې سيمه ييزې خپلواكۍ ٬ سالميت دفاع او د هر ډول جارحيت مناسب ځواب وركولو له چمتو دې ، پاكستان د رياض په كنګ خالد انټرنېشنل ايئرپورټ د حوثي بريد سخته غندنه كوي او د مكه ګډ تړون لوظنامې لاندې د سعودي عربستان خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا سره د خپل تړون پخلې كوي۔ د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې اوونيز ميډيا بريفنګ كښې د خارجه دفتر وياند سجاد حېدر خان ووئيل پاكستان په سعودي عربستان په روانو بريدونو ژوره اندېښنه لري او د حوثي مليشيا د تازه ترهګر بريد سخته غندنه كوي۔ ده ځپپليو كورنيو او ژوبل شوو سره خواخوږي وكړه۔ وياند ووئيل په 11 اکتوبر پاکستان سعودی عرب، مصر او ترکیه سره د آر4  ګروپ فرېم ورک لاندې ګډ بيان كښې د حوثي بريدونو غندنه او سعودي عربستان سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په مكه لوظنامه سعودي عربستان او تركيه سره بشپړ اتفاق لري۔ د لوظنامې له مخې د ممكنه پوځي رد عمل په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل دا ډول معاملې د امنيتي ادارو  په دائره كار كښې راځي۔ د يمن په اړه هغه ووئيل د پاكستان دريځ مستقل او ښكاره دے۔ شخړه يوازې د خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔ پاكستان د شخړې سوله ييز حل غواړي۔ د فلسطين مسئلې په اړه وياند ووئيل پاكستان د 18 نورو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په ګډه په بېت المقدس كښې د كولمبيا سفارتخانې پرانستې غندنه وكړه۔ ده ووئيل دا اقدامم د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په ضد دے او دوه رياستي حل ته زيان رسونكې دې۔ ده ووئيل عمانی خارجه وزير سید بدر بن حمد بن حمود البوسعیدی د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بلنه 13 څخه تر 14 اكتوبر د پاكستان دوره وكړه۔ هغه د پاکستان-عمان مشترکه وزارتی کمېشن 8 مې غونډې ګډه مشري وكړه۔ او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او توان په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق وكړو۔ ده ووئيل 5 لوظنامې او مفاهمتي يادښتونه لاس ليك كړې شول۔ د کمېشن کارروايۍ ريكارډ كوونكي پروټوكول هم لاس ليك كړې شول۔ ده ووئيل وزيراعظم په 14 اكتوبر خارجه وزارت كښې روسي داخله وزير ولادیمیر کولوکولتسیف سره ملاقات وكړو۔ داخله وزير محسن نقوي او طلال چوهدري هم په دې موقع موجود و۔ دواړو ارخونو ددوه اړخيزه اړيكو جاج واغست۔ دوئي د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او كلتور په شمول بېلو څانګو كښې سياحت او اولسي تبادلو كښی همكارۍ خبرې وكړې۔ ده ووئيل په 10 اكتوبر نائب وزيراعظم د مالديپ خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرې وكړې او د مالديپ د صدر د پاكستان راروانې دورې په تياريانو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په 15 اکتوبر نائب وزیراعظم مصری خارجه وزير ډاکټر بدر عبداللاتی او ترک خارجه وزير هاکان فیدان سره جلا جلا ټېلېفوني خبرې وكړې۔ مصری خارجه وزير سره خبرو كښی نائب وزيراعظم په مكالمه او سفارتكارۍ زور راوړو او ترك خارجه وزير سره يۍ غزه او فلسطين سره سره عراق كښې د كېدونكې او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې په ايجنډا او تګلاره خبرې وكړې۔ وياند ووئيل پاكستان د هندي دفاع پارونكې بيان سختۍ سره مسترد كوي ٬ پاکستان د خپلې سيمه ييزې خپلواكۍ ٬ سالميت دفاع او د هر ډول جارحيت مناسب ځواب وركولو له چمتو دې۔ وياند ووئيل د هند د 5 اګست 2019 اقدامات غېر قانوني او يو اړخيزه وو۔ جمو و کشمیر په ملګرو ملتونو كښې يوه متنازعه معامله ده او ددې سباؤن به د ملګرو ملتونو د قراردادوو او كشميري اولس د خوښې له مخې متعين كولې شي۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم په 12 اكتوبر د اسلام آباد د انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز لخوا د ترهګرۍ په مخنيوي ٬ ټي ټي پي ٬ پولې غاړه خطرو او سيمه ايزې سلامتي يو نړيوال كنفرنس ته خطاب وكړو۔ ده ووئيل نائب وزيراعم د هر ډول ترهګرۍ خلاف د جنګ د عزم تصديق وكړواو افغان چارواكو څخه يۍ غوښتنه وكړه هغوي د افغانستان خاورې څخه د بريد كوونكو ترهګر عناصر خلاف كوټلي كارروائي وكړي۔ د پوښتنو په ځواب كښې وياند ووئيل ده ووئيل پاكستان په خاص توګه بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې ترهګر بريدونو د افغانستان له خاورې څخه كيږي او هندي پراكسيز په دې كښې ملوث دي۔ ده وويل د پاكستان يوازېنۍ غوښتنه ده چې افغانستان خاورې څخه دې د پاكستان خلاف كارروايۍ بندې كړې شي۔ ده ووئيل ايران زمونږ ورور هېواد دې او ددې مشرتابه د اسلام آباد مفاهمتي يادښت حوالې سره د پاكستان كردار ستايلې ده او د پاكستان د هڅو يۍ مننه كړې ده۔ ده ووئيل په 13 اكتوبر نائب وزیراعظم په اسلام آباد كښې د داخلي چارو اروپائي كمشنر سره ملاقات وكړو۔ دواړو د پاکستان-یورپی یونین تزویراتی رابطو منصوبې لاندې په كډه كولو ٬ او نقل هركت د همكارۍ په زياتولو خبرې وكړې۔ وياند ووئيل د پاكستان اقداماتو سره په اروپا كښې غېر قانوني هجرت كښې 64 فیصد کمې راغلې دې۔ وياند ووئيل د نړيوال اتومي توان ايجنسۍ انټرنېشنل فزیکل پروټېکشن اېڈوائزری سروس پخ پاكستان كښې مشن په 9 اكتوبر كاميابۍ سره بشپړ شو، مشن د پاکستان د جوهری سلامتيا د قانون او ضابطه كارۍ فرېم ورك جاج واغست۔ د نړيوال اتومي توان ايجنسۍ ډلې د پاكستان همكاري ٬ شفافيت او پېشه  ور مهارت وستايلو۔ وياند ووئيل نائب وزیراعظم د خارجه وزارت ٬ هائر اېجوکېشن کمېشن او انټر بورډز کوآرډینېشن کمېشن ترمنځه د ډېټا بېسز انضمام لپاره يو مفاهمتي يادښت لاس ليك كړو۔ ددې مقصد د تعلیمی اسنادو تصديق عمل آسانول ، شفافیت لا زياتول ٬ ډيجټل خدمات پراخا كول ٬ تاخير كمول او پاكستانيانو لپاره د ملكي او بهر هېوادنو دورو ضرورت كمول دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري په اړه ده ووئيل 6 كانديدان دي او هغوي په بېلو موقعو د پاكستان دورې كړي دي۔ ده ووئيل دا وېنا به د وخت نه وړاندې وي چې پاكستان به د كوم كانديد ملاتړ كوي۔ وياند ووئيل سفير عاصم افتخار په 12 اكتوبر نائب وزيراعظم سره ملاقات وكړو كله چې هغه په باضابطه توګه د خارجه وزير د خارجه وزير منصب ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ ده زياته كړه چې نائب وزيراعظم په نيويارك كښې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مستقل استازي په توګھ د هغه د خذماتو ستاينه كړه او د هغه كاميابۍ له يۍ دعا وكړه۔