وزیراعظم شهباز شریف راشد بشير ورك سره د پلار په مړينه غمرازي وكړه

ګوجرانواله ۔17اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف ګوجرانواله کښې راشد بشير ورک سره د هغه په استوګنه د هغه د پلار، د قومي اسمبلۍ غړي او پخواني وفاقي وزير محمود بشير ورک په حق رسېدو د زړه له کومې غمرازي وكړه۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنيو څانګې لخوا د خالي په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کښې ويل شوي وزيراعظم د راشد بشير ورک او د هغه د کورنۍ …

ګوجرانواله ۔17اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف ګوجرانواله کښې راشد بشير ورک سره د هغه په استوګنه د هغه د پلار، د قومي اسمبلۍ غړي او پخواني وفاقي وزير محمود بشير ورک په حق رسېدو د زړه له کومې غمرازي وكړه۔ د وزيراعظم د دفتر د رسنيو څانګې لخوا د خالي په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کښې ويل شوي وزيراعظم د راشد بشير ورک او د هغه د کورنۍ لپاره د صبر او زغم دعا وکړه۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم له وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم وويل چې د پاکستان سياست لپاره د مرحوم محمود بشير ورک خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې او غم جنې كورنۍ له د صبر توفيق وركړي۔