پھ افغانستان كښې د كوكنارو كر كم شوے۔ ملګري ملتونه

برسلز 20 نومبر (اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو د نشه اي توكو او د جرائمو د مخ نيوي ادارې ﴿يو اېن او ډي سي﴾ وئيلي دي چې سږ كال پھ افغانستان كښې د كوكنارو كر كم شوے۔ ادارې وئيلي دي چې د كال 2018م په مهال شپږ نيم زره ټنه افيون پېدا كړے شوے كوم چې د تېر كال په مقابله كښې 29 فيصده كم دے۔ په كال 2017م كښې د افيون پېداوار 9 زره ټنه و۔ ادارې وئيلي دي چې سږ كال په دوه لكه هېكټره زمكه كوكنار كرل شوي دي۔ وئيلي شوي دي چې په هلمند ولايت كښې د ټول افيون نيم پېداورا ترلاسه كړے شوے