پي آئي اے په مسقط روټ يو كال پس بېرته آپرېشن پېل كړو

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز ﴿پي آئي اے﴾ په مسقط روټ يو كال پس بېرته آپرېشن پېل كړو۔ د يو كال بندېدو نه پس د پي كے 229 د لارې 141 مسافر د لاهور څخه عمان ته ولېږل شول او دې سره په روټ آپرېشن بېرته پېل كړے شو۔ د پي آئي اے وياند مشهور تاجور د اتوار په ورځ اے پي پي ته …

اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز ﴿پي آئي اے﴾ په مسقط روټ يو كال پس بېرته آپرېشن پېل كړو۔ د يو كال بندېدو نه پس د پي كے 229 د لارې 141 مسافر د لاهور څخه عمان ته ولېږل شول او دې سره په روټ آپرېشن بېرته پېل كړے شو۔ د پي آئي اے وياند مشهور تاجور د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې دا مسقط لپاره د پروازونو د بحالې پرېكړه په دې روټ زياتېدونكې ټرافيك په نظر كښې ساتلو سره شوې۔