د چين اولس مشر به راتلونكې كال د شمالي كوريا دوره كوي

سېؤل 18 نومبر (اے پي پي) د سوئيلي كوريا د اولس مشرې د ماڼې څخه په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د چين اولس مشر شي جن پنګ به راتلونكې كال د شمالي كوريا دوره كوي۔ د چين اولس مشر ته د دورې بلنه د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان وركړې۔ د چين اولس مشر د دې دورې ذكر د سوئيلي كوريا اولس مشر مون …

سېؤل 18 نومبر (اے پي پي) د سوئيلي كوريا د اولس مشرې د ماڼې څخه په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د چين اولس مشر شي جن پنګ به راتلونكې كال د شمالي كوريا دوره كوي۔ د چين اولس مشر ته د دورې بلنه د شمالي كوريا لارښود كم جونګ ان وركړې۔ د چين اولس مشر د دې دورې ذكر د سوئيلي كوريا اولس مشر مون جے ان سره په يو لنډ ملاقات كښې كړے۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا ملاقات د ايشيا پېسېفك اكنامك فورم په موقع د پاپوا نيو ګني په پايه تخت پورټ مورسبي كښې شوے۔ د چين اولس مشر راتلونكې كال د سوئيلي كوريا د دورې كولو اراده هم لري خو لا تراوسه د دې دواړو هېوادونو د دورې د نېټې اعلان نه دې شوے۔