په افغانستان كښې د وچكالې له امله 35 لكه خلق ځپلي شوي دي

كابل 17 نومبر (اے پي پي) د خوراك نړيوالې ادارې وئيلي دي چې د افغانستان په زياتره سيمو كښې د وچكالې له امله افغان وګړو ته په سمدستي توګه د خوراك رسولو ضرورت دے۔ ادارې په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د هېواد په 34 ولايتونو كښې په 20 ولايتونو كښې د اوبو سخت كمې راغلې او د دې وچكالې له امله د دوه لكو نه زياتو خلقو …

كابل 17 نومبر (اے پي پي) د خوراك نړيوالې ادارې وئيلي دي چې د افغانستان په زياتره سيمو كښې د وچكالې له امله افغان وګړو ته په سمدستي توګه د خوراك رسولو ضرورت دے۔ ادارې په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د هېواد په 34 ولايتونو كښې په 20 ولايتونو كښې د اوبو سخت كمې راغلې او د دې وچكالې له امله د دوه لكو نه زياتو خلقو خپلې سيمې پرېښې دي او د هېواد نورو سيمو ته ئې كډې كړې دي۔ د خوراك نړيوال پروګرام له مخې په افغانستان كښې د وچكالې له امله 35 لكه خلق ځپلي شوي دي۔ ادارې وئيلي دي چې د خوراك ضرورت پوره كولو لپاره به د دسمبر د مياشتې نه د راتلونكي كال د مئي تر مياشت 83.6 مېليونه ډالرو ته ضرورت وي۔