اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي ټول ريل ګاړې د هيلې څخه زيات ښه چلېږي، په يو كال كښې د 15 مال ګاړو چلولو هدف لرو ، دسمبر كښې به دوه نور مال ګاړي چلولې شي ، 11 زره ملازمتونو لوظ به ترسره كولې شي، په ټولو ريل ګاړو كښې د وائی فائی لګولو منصوبه هم لرو، ګوادر كښې د …
ټول ريل ګاړې د هيلې څخه زيات ښه چلېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي ټول ريل ګاړې د هيلې څخه زيات ښه چلېږي، په يو كال كښې د 15 مال ګاړو چلولو هدف لرو ، دسمبر كښې به دوه نور مال ګاړي چلولې شي ، 11 زره ملازمتونو لوظ به ترسره كولې شي، په ټولو ريل ګاړو كښې د وائی فائی لګولو منصوبه هم لرو، ګوادر كښې د ریلوے ډویژن جوړ شوې ، سی پیك پروژه د پاکستان معیشت پرمختګ لپاره مهمه ده، د وزیراعظم په پیکیج کار كوونكو عارضی ملازمانو مستقل کولو له سمری وزیراعظم ته لېږلې شوي۔ د ګل پھ ورځ نېشنل پریس کلب اسلام آباد كښې خبرې کنفرنس کولو سره وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ووئيل د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه د 100 ورځو کارکردګۍ به ټولو ته وړاندې كولې شي، ریلوے كښې د 2031 بھرتیو عمل وړاندې راهسې روان دے ، 155 سب انجینیرز به بھرتی کولې شي۔ ده ووئيل د 10 مسافرو ريل ګاړو لوظ ؤ چې پكښې 6 ګاړې چلولې شوي او پاتې څلور به ډير زر وچلولې شي۔ فیصل آباد، ملتان، میرپورخاص سکھر ټرینونه به چلولې شي، ده ووئېل رحمان بابا ایکسپریس چليدلو كښې لږ وخت به لګي ، دسمبر كښې به دوه نور مال ګاړي هم وچلولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل ویجیلینس ډیپارټمنټ به ختمولې شي، د ریلوے په کالونو كښې به د برېښنا 15 زره ميټرې لګولې شي، پنشن او د ریلوے زمكو نظام کمپیوټرائزډ کړې شوې۔ شیخ رشید احمد ووئيل د ریلوے سکولونه او کالجونه پبلك پرائیوټ پارټنر شپ كښې وركولو له به ټینډر ورکولې شي ، مغلپورہ په كارخانو كښې به بائیو میټرك لګولې شي، رسالپور كښې به هم ډير زر بائیو میټرك ولګولې شي۔)ص ف/ض









