د سېنېټر اورنګزېب د آئي اېم اېف د منځني ختيز او منځنۍ آسيا ډائرېكټر سره ملاقات ٬ په معاشي كاركردګۍ او اصلاحات د خيالاتو څرګندونه

بنکاک۔17اکتوبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب د آئي اېم اېف د منځني ختيز او منځنۍ آسيا ډپيارټمنټ ډائرېكټر جهاد ازعور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په معاشي كاركردګۍ او اصلاحات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخی په ملاقات كښې د محصولات، ګرانۍ ، معاشی نمو او جاری کھاتې حوالې سره د …

بنکاک۔17اکتوبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب د آئي اېم اېف د منځني ختيز او منځنۍ آسيا ډپيارټمنټ ډائرېكټر جهاد ازعور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په معاشي كاركردګۍ او اصلاحات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخی په ملاقات كښې د محصولات، ګرانۍ ، معاشی نمو او جاری کھاتې حوالې سره د پېشرفت جاج واغستې شو۔ د سيمه ييزې شخړې باوجود د پاكستان معاشي لچك روښانه كړی شو۔ په مذاكرات كښې د زر مبادله زېرمو مضبوطولو ، فارورډ فارن اېکسچېنج سره اړوندو واجباتو كښې كمې ٬ د قرضونو ادائيګۍ مودې پراخا كولو او د بهرنيو ادائېګو تقاضې كمولو له د اقداماتو جاج واغستې شو۔ دواړو اړخونو د نجكارۍ ٬ نجي څانګې زيات شموليت او په برآمدات د اډانه پرمختګ د لارې د معاشي لچك او وقار په مضبوطولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د اصلاحات تسلسل په ځاې ساتلو ٬ سياسي عزم او د مؤثر ابلاغ په اهميت زور راوړلو سره د معاشي استحكام او قومي سلامتيا تړون په ډاګه كړو۔

مزید خبریں