طالبان د افغانستان څخه د عسكرو ستنولو په حقله د شيډول اعلانولو په صورت امريكې سره خبرو اترو له چمتو دي

ماسکو 12 نومبر (اے پی پی) طالبان د افغانستان څخه د عسكرو ستنولو شيډول وركولو په صورت امريكې سره خبرو اترو له چمتو دي۔ دا خبره د افغانستان لپاره د روس خاص استازي ضمیر کابلوف د روس پايه تخت ماسکو كښې خبرې کنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل طالبانو د باور جوړولو اقداماتو په توګه د سیاسی بنديوانو خوشې كولو او د طالبانو په ضد د 1997ء راهسې د لګولو …

ماسکو 12 نومبر (اے پی پی) طالبان د افغانستان څخه د عسكرو ستنولو شيډول وركولو په صورت امريكې سره خبرو اترو له چمتو دي۔ دا خبره د افغانستان لپاره د روس خاص استازي ضمیر کابلوف د روس پايه تخت ماسکو كښې خبرې کنفرنس په مهال وكړه۔ ده ووئيل طالبانو د باور جوړولو اقداماتو په توګه د سیاسی بنديوانو خوشې كولو او د طالبانو په ضد د 1997ء راهسې د لګولو بنديزونو ختمولو غوښتنه كړې ده ۔ د روس خبر رسنې ادارې سپټنګ راپور له مخې ضمیر کابلوف ووئيل طالبان د افغانستان په اړه ماسکو كښې كيدونكې راروانه غونډه كښې ګډون له هم راضي دي۔ هغوي په اصولی توګه خبرو اترو له چمتو دي او د افغانستان مسئله د خبرو اترو د لارې حل کولو له خوښې لري۔په دې اړه په 9 نومبر د ماسکو غونډه يو بریك تھرو ګڼلې كيده۔ ده ووئيل امریکې 17 كاله موده لرله چې پكښې امريكې خپل بنيادي مقاصد ترلاسه كولې شول ٬ تر كال 2001 په افغانستان كښې د طالبانو نام او نښان نه ٶ خو اوس د هېواد 60 فيصده څخه زياته برخه د ھغوي په كنټرول كښې ده كومه چې یقیناً افغانستان كښې د امريكې او ناټو د موجودګۍ باوجود ده۔ د روسيې استازي ووئيل د امريكې او ناټو په افغانستان كښې تر كلونو شتوالي څه ګټه وكړه چې ھغوي دا مسئله نه هواروي بلكې دا زياتوي٬ مونږ دې ډول قيادت ته هېڅ ضرورت نه لرو۔ د روسيې استازي ووئيل افغانستان څخه د روسيې د اتحادي استازو مفادات تړلې دي۔ ده ووئيل د امريكې خاص استازي زلمے خلیل زاد د روسيې دورې په مهال د طالبانو او افغان حكومت ترمېنځه نېغ په نېغه د مذكراتو پېل كېدو په اړه خبرې اترې كېدې شي۔ ده ووئيل افغان جمهور رئيس اشرف غني هم د افغان هائي كونسل پلاوي خبرو اترو كښې ګډون لپاره ماسكو ته د لېږلو اشاره كړې ده