ريوډي جنېرو 11 نومبر(اے پي پي) د برازيل په پلازمينه كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د برازيل چارواكو له مخې د زمكې ښوئېدنې دا پېښې د درې ورځې پرله پسې باران له امله رامېنځ ته شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سول ډيفنس چارواكو وئيلي دي چې د سختو بارانونو له امله په ځپلې سيمه كښې د ژوند چارې …
په برازيل كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں
ريوډي جنېرو 11 نومبر(اے پي پي) د برازيل په پلازمينه كښې د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د برازيل چارواكو له مخې د زمكې ښوئېدنې دا پېښې د درې ورځې پرله پسې باران له امله رامېنځ ته شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سول ډيفنس چارواكو وئيلي دي چې د سختو بارانونو له امله په ځپلې سيمه كښې د ژوند چارې معطل شوې دي او شپږ كورونه هم تباه شوي دي۔ په مړو شويو كسانو كښې يو ماشوم او دوه مېرمنې هم شاملې دي۔









