كېليفورنيا 11 نومبر(اے پي پي) امريكائي چارواكو وئيلي دي چې د كېليفورنيا په ځنګلاتو كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 25 ته رسېدلې٬ د اور له امله دوه نيم لكه خلق د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي٬ په اور كښې د يو شمېر نامتو شخصياتو كورونه هم سوځېدلي۔ برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د كېلفورنيا الت په پېراډائز سيمه كښې 14 مړي موندل …
كېليفورنيا په ځنګلاتو كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 25 ته رسېدلې

مزید خبریں
كېليفورنيا 11 نومبر(اے پي پي) امريكائي چارواكو وئيلي دي چې د كېليفورنيا په ځنګلاتو كښې د اور لګېدو په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 25 ته رسېدلې٬ د اور له امله دوه نيم لكه خلق د خپلو كورونو په پرېښودلو مجبور شوي٬ په اور كښې د يو شمېر نامتو شخصياتو كورونه هم سوځېدلي۔ برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د كېلفورنيا الت په پېراډائز سيمه كښې 14 مړي موندل شوي دي٬ په اور كښې دا سيمه په مكمل توګه تباه شوې ده۔ د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې دا خطرناك صورتحال به تر راتلونكې اونې روان وي٬ د اور مړ كولو عمله د اور په مړ كولو بوخت ده۔ په ايالت كښې د جنګل د محكمې وياند سكاټ مېكلېن وئيلي دي چې هېڅ څيز سلامت نه دې پاتې شوے٬ خو په اور قابو موندل شوے۔ سندرغاړې لېډي ګاګا وئيلي دي چې هغې په ماليبو كښې خپل كور خالي كړے۔ دغسې د نورو يو شمېر نامتو شخصياتو كورونه هم سوځېدلي دي۔









