غزه سټي 10 نومبر(اے پي پي) د فلسطين په غزه سيمه كښې د روان كال 2018م د مارچ د 30مې نېټې نه تر اوسه د حق ترلاسه كولو په تحريك كښې تر اوسه 231 فلسطينيان شهيدان او 24 زره ژوبل شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د بشري حقونو د څارګرو ډلو راپور له مخې د 11 فلسطيني شهيدانو جسدونه اسرائيلي ځواكونو په خپله قبضه كښې ساتلي …
په غزه كښې د حق ترلاسه كولو په تحريك كښې تر اوسه 231 فلسطينيان شهيدان او 24 زره ژوبل شوي دي

مزید خبریں
غزه سټي 10 نومبر(اے پي پي) د فلسطين په غزه سيمه كښې د روان كال 2018م د مارچ د 30مې نېټې نه تر اوسه د حق ترلاسه كولو په تحريك كښې تر اوسه 231 فلسطينيان شهيدان او 24 زره ژوبل شوي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د بشري حقونو د څارګرو ډلو راپور له مخې د 11 فلسطيني شهيدانو جسدونه اسرائيلي ځواكونو په خپله قبضه كښې ساتلي دي۔ د راپور له مخې په د دې تحريك په مهال اسرائيلي ځواكونو په تشدد كښې د ژوبل شويو فلسطينيانو شمېره 24 زره 516 ښودل شوې۔ په دې كسانو كښې مېرمنې٬ ماشومان او ګڼ شمېر مرستدويه كاركنان هم شامل دي۔









