امریکائي پوځ په قندهار كښې د طالبانو په بريد كښې د خپل جنرال د ژوبل كېدو تصديق وكړ

واشنګټن 22 اکتوبر (اے پي پي) امریکائي پوځ په قندهار كښې د طالبانو په بريد كښې د خپل جنرال د ژوبل كېدو تصديق كړے٬ د زيارت په ورځ د طالبانو په بريد كښې د افغان پوليس سينئر اهلكار جنرال عبدالرازق هم وژلې شوې ؤ۔ د امريكې مونوړې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپل راپور كښې د پوځي وياند پحقله وئيلي دي په دې بريد كښې په افغانستان كښې د ناټو د ملټري …

واشنګټن 22 اکتوبر (اے پي پي) امریکائي پوځ په قندهار كښې د طالبانو په بريد كښې د خپل جنرال د ژوبل كېدو تصديق كړے٬ د زيارت په ورځ د طالبانو په بريد كښې د افغان پوليس سينئر اهلكار جنرال عبدالرازق هم وژلې شوې ؤ۔ د امريكې مونوړې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپل راپور كښې د پوځي وياند پحقله وئيلي دي په دې بريد كښې په افغانستان كښې د ناټو د ملټري اېډوائزري مشن انچارج د امريكائي پوځ برېګېډيئر جنرل جېفري سمائلي په ګولۍ لګېدو څخه ژوبل شوې٬ د جنګ په مهال د يو امريكائي پوځي جنرال د ژوبل كېدو دا ډېره غېر معمولي پېښه ده ٬ طالبانو دا بريد د قندهار په سخته امنيتي سيمه كښې كړې وه چرته چې د امنيتي مشرانو غونډه روانه وه۔ په دې بريد كښې د افغان امنيتي ځواكونو په وردۍ كښې وسله وال كس په افغانستان كښې د امريكې او د ناټو د پوځي ډلې په سينئر كمانډر سكاټ ملر او د قندهار پوليس مشر جنرال عبدالرازق باندې ھغه وخت ډزرې وكړې كله چې ھغوي د غونډې نه پس بهر وتل۔ په دې موقع جنرال عبدالرازق قندهار كښې استخباراتي مشر او يو افغان خبريال وژلې شوې وٶ۔راپور له مخې په دې پېښه كښې په سخته امنيتي سيمه كښې پوځي تنصيباتو ته د رسنې انكشاف ټول افغانستان لړځول