لاهور۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاك ،انګلېنډ او سري لنكا ترمينځه په 7 مېچونو مشتمل ون ډے انټرنېشنل درې هېواديزه سيريز سبا د اتوار په ورځ د اكتوبر 18 مې نېټې څخه په راولپنډي كركټ سټېډيم كښې پېل كيږي كوم به چې تر 31 اكتوبر دوام لري۔ د سيريز مقصد راروان ون ډے ورلډ كپ لپاره درې واړو لوبډلو له د غوره تيارۍ موقع وركول دي۔ ټول مېچونه به د پاكستاني …
د پاك ،انګلېنډ او سري لنكا ترمينځه په 7 مېچونو مشتمل ون ډے انټرنېشنل درې هېواديزه سيريز سبا پېل كيږي

مزید خبریں
لاهور۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاك ،انګلېنډ او سري لنكا ترمينځه په 7 مېچونو مشتمل ون ډے انټرنېشنل درې هېواديزه سيريز سبا د اتوار په ورځ د اكتوبر 18 مې نېټې څخه په راولپنډي كركټ سټېډيم كښې پېل كيږي كوم به چې تر 31 اكتوبر دوام لري۔ د سيريز مقصد راروان ون ډے ورلډ كپ لپاره درې واړو لوبډلو له د غوره تيارۍ موقع وركول دي۔ ټول مېچونه به د پاكستاني وخت له مخې د ورځې يوه بجه پېل كيږي۔ د پاكستان كركټ بورډ له مخې د سيريز ابتدائي درې مېچونه به پېنډۍ كښې كولې شي۔ دلته به انګلېنډ لوبډله په 20 اكتوبر د كوربه پاكستانۍ ډلې خلاف مېدان ته كوزيږي او په 22 اكتوبر به يۍ د دې مقابله سري لنكا سره وي۔ د سېريز وروستي څلور مېچونه به لاهور كښې كولې شي۔ په دې كښې په 31 اكتوبر كېدونكې فائنل هم شامل دې۔ د پاكستان لوبډلې مشري به شاهین شاہ آفریدې كوي چا چې تر دې دمه په 11 يو ورځني مېچونو كښې د قومي ډلې كپتاني كولو سره 7 كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ د انګلېنډ مشري به هیری بروک او د سري لنكا كوشل مېنډس كوي۔









