نوې ډيلې ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) هند او چين د افغانستان سفارتكارو تربيې له په ګډه پروګرام پېل كړې دې۔ د هندي خبر رسنې ادارې ترمخه هند كښې د چين سفير لو ژاؤ هوئی په نوې ډيلي كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل چې انډین فارن انسټیټیوټ كښې د 10 افغان سفارتكارو تربيه د هند ٬ چين او افغانستان ترمينځه د مرستې اولنې ګام دے۔ ده ووئيل …
هند او چين د افغان سفارتكارو تربيې پروګرام پېل كړو

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔ 16 اکتوبر (اے پی پی) هند او چين د افغانستان سفارتكارو تربيې له په ګډه پروګرام پېل كړې دې۔ د هندي خبر رسنې ادارې ترمخه هند كښې د چين سفير لو ژاؤ هوئی په نوې ډيلي كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل چې انډین فارن انسټیټیوټ كښې د 10 افغان سفارتكارو تربيه د هند ٬ چين او افغانستان ترمينځه د مرستې اولنې ګام دے۔ ده ووئيل په دې منصوبه د روان كال په مهال د چين اولس مشر شی جن پنګ او هندي وزيراعظم نرېندر مودي ترمينځه اتفاق شوې وو۔ د چين سفير هيله څرګندولو سره ووئيل چې دا به د دواړه هېوادونو په ګټه وي او په سباؤن كښې به افغانستان لپاره ددې مرستې دائره تر نورو منصوبو پراخا كړې شي









